د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي په تاشکند کې د اوزبیکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره د طوطيمیدان ګازي بلاک د قرارداد د تخنیکي او مالي ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د طوطيمیدان ګاز پروژې پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د پروژې د چارو د پرمختګ پر لارو چارو بحث کړی دی.
د اوزبیکستان د کانونو او صنایعو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د دې پروژې د څارنې، مالي تمویل او د شته ستونزو د حل په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغو خبرو موخه د طوطيمیدان ګاز پروژې پر وړاندې د خنډونو کمول او د قرارداد د عملي چارو د پرمختګ لپاره د ګډو همکاریو پیاوړتیا ده.

