بلخ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي.
دا پېښه پرون ماسپښین(جمعه، غبرګولي ۱۱مه) د بلخ د شولګري ولسوالۍ د حسن علي سيمه کې رامنځته شوې ده.
پېښه د یو پیکنیک موټر او کرولا د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې یاد ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د بلخ ابن سینا روغتون ته وړل شوي.