د ټولګټو وزارت وایي چې د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ د کشندې – پل برق ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یو ساختماني او سړکجوړونې شرکت سره لاسلیک قرارداد شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې اوسمهال د دې سړک د جوړولو چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د سرچینې په وینا: “یاد سړک د کشندې ولسوالۍ مرکز اړوند د آقکپرک له سیمې څخه پیل کېږي او د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د پل برق تر سیمې پورې غځېږي، او په دې پروژه کې دوه پلونه، ۳۲ پلګوټي شامل دي. د ټولګټو وزارت همداراز لیکلي چې د کشندې – پل برق سړک د بلخ ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي چې د بلخ ولایت د کشندې او زارع ولسوالیو، او همدارنګه د سرپل ولایت د ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو د اوسېدونکو په تګ راتګ کې مهم رول لري.

