ډېر لوستل شوي

ستره محکمه: د لوی اختر میاشت ولیدل شوه

د هېواد سترې محکمې سبا د ذوالحجې(لوی اختر) میاشتې لومړۍ نېټه اعلان کړې ده.

د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست د افغانستان اسلامي امارت د سپوږمۍ لیدنې کمېټې له قوله لیکلي چې د هېواد په څو ولایتونو کې د ذوالحجې یا لوی اختر میاشت لېدل شوې. سترې محکمې ویلي چې د یادو شاهدانو شاهدي شرعا معتبره ده، نو ځکه سبا د لوی اختر میاشتې لومړۍ نېټه اعلانوي.
سترې محکمې ویلي چې افغانستان کې به یکشنبه د عرفې ورځ او دوشنبه (چې د غبرګولي ۲۸مه کیږي.) د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان اختر به له افغانستان یوه ورځ مخکې وي

اړوند خبرونه