ډېر لوستل شوي

د هند په لاس ماتې؛ پاکستانۍ لوبډله له مخکې تګه لوېدلې

هند په یوه کمسارې لوبه کې پاکستان ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه تېر ماښام(یکشنبه، غبرګولي ۲۱مه) په نیویارک کې وشوه. د یادې لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هندۍ لوبډلې د شلو اورونو تر لوبونې وروسته ۱۱۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۰ منډو هدف کېښود.

د پاکستان لوبډلې بیا د ټولو اورونو په لوبولو، د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او ماتې یې ومنله.

د یادونې وړ ده چې پاکستان ته تر دې وړاندې امریکا هم ماتې ورکړې وه.

اړوند خبرونه