د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې په مکه مکرمه کې د حج مناسک په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي.
شیخ ثاقب وړاندې ویلي چې مدینې منورې ته تر تګ وروسته به د افغان حاجیانو د ستنونې لړۍ پیل شي.
نوموړي وړاندې ویلي، ټول هغه افغان حاجیان چې په لومړیو پروازونو کې د حج فریضې ادا کولو لپاره تللي وو، بیرته مکې مکرمې ته راستانه شوي او ډېر ژر به یې هېواد ته د ستنولو لړۍ پیل شي.
د ویلو ده چې سږکال ۳۰ زره افغان حاجیانو سعودي عربستان ته تللي وو چې په بریالیتوب سره یې د حج مراسم ادا او بېرته به هېواد ته راوګرځي