د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۶۸ ناچاوده توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
مسوولینو ویلي چې دا توکي د خوست ولایت پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست له لوري د ماینپاکۍ مؤسسې په همغږۍ له منځه وړل شوي دي.
د ویلو ده چې د دغو توکو په له منځهوړلو سره د سیمې اوسېدونکو او د وسپنې د قراضې د دوکاندارانو پر وړاندې د ناچاوده توکو احتمالي ګواښونه راکم شوي دي.

