ډېر لوستل شوي

کابل ښاروالۍ اختر شپو ورځو کې ۶ زره ټنه خځلې راټولې کړي

کابل ښاروالۍ ویلي چې د پلازمېنې کابل ښار له بېلابېلو برخو یې د اختر په شپو ورځو کې ۶ زره ټنه خځلې او بېکاره توکي راټول او ځانګړي ځای ته یې لېږدولي دي.

سرچینې وړاندې ویلي چې د ښاروالۍ تنظیف ریاست یادې خځلې د چاپېریال او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه راټولې کړي دي. ویل کیږي چې دا  ۵زره ۵۷۲ مټریک ټنه خځلې او اضافي توکي د کابل ښار له ۲۲ ناحیو راټول شوي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین زیاتوي چې کارکوونکو یې لوی اختر کې د څارویو د پاتې شونو د ټولونې په پار د ښار په بېلابېلو برخو کې کثافت دانۍ اېښې وې.

کابل ښاروالۍ د پلازمېنې له ښاریانو غوښتي چې د ښار په پاکولو کې ورسره مرسته وکړي.

اړوند خبرونه