د جنوبي افریقا یو شمېر پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو نن(دوشنبه، چنګاښ څلورمه) د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د جنوبي افریقا پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په مټ ویلي چې دوی به له پرمختللې ټکنالوژۍ سره د افغانستان د کانونو په ایستنه او پروسس کې ونډه واخلي.
همدا راز د یاد هېواد د روغتیا برخې متخصصینو ویلي، د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ غواړي چې په افغانستان کې د روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جنوبي افریقا پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو هرکلی کړی او له خپل لوري یې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي برادر ویلي چې اوسمهال افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال له دې فرصت څخه ګټه اخیستلی شي.