ډېر لوستل شوي

ابونصر فراهي ګمرک کې د څه باندې ۶۴ میلیون افغانیو په لګښت څلور هنګرونه جوړ شوي 

مالیې وزارت وایي چې د فراه ولایت په ابونصر فراهي ګمرک کې د ۶۴٫۴ میلیون افغانیو په ارزښت څلور هنګرونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا هنګرونه د مالیې وزارت ګمرکونو لوی ریاست له لوري د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه جوړ شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې هنګرونو کې هر یو یې د ۸ زره مټریک ټُن توکو د زېرمه کولو وړتیا لري، او د جوړولو چارې یې د یو افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي.

مالیې وزارت همداراز ویلي چې د یاد وزارت له لوري د ګمرکونو د عصري‌کولو، سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته‌کولو او په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه ګڼې ګمرکي پروژې پلي شوې او ځینې یې د علمي‌‌کېدو په حال کې دي.

اړوند خبرونه