د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره کتلي دي.
یاد وزارت پرون(سه شنبه، چنګاښ ۶مه) په خپل اېکس د یادې لیدنې خبر ورکړی دی.
دواړو لوریو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د چین له لوري د جوړو شویو روغتیايي مراکزو پر هر اړخیز ملاتړ، په روغتیايي برخه کې د پانګونې او د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه خبرې اترې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
د چین سفیر او د عامې روغتیا وزیر راتلونکې کې د روغتیا برخه کې د همغږۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.