پکتیکا کې د مېشتو ۲۰۳ منصوري قول اردو امـنـیتي ځـواکـونو له لوري د جانخېل څخه تر خوشامند ولسوالۍ پوري د ۱۸ کیلو میټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د پکتیکا دغو ولسوالیو ته په تېر کې هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې. ویل کیږي چې ددې سړک په رغېدلو سره به ولسونو ته په تګ راتګ کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي مراد ویلي چې پخوا به یې په یاده لاره ګڼو ستونزو سره سفر کاوه چې اوس به یې په تګ راتګ کې یو څه اسانتیا را منځته شي.
د خوشامند یو بل اوسیدونکی غازي خان د یاد سړک په جغل اچونه خوښ دی خو هیله کوي، چې دغه سړک دې ورته په پاخه او اساسي ډول ورغول شي او هم په نورو برخو کې ورته پروژې منظوري او پلې شي.
د خوشامند ولسوالۍ ولسوال مولوي رحماني د دویمې پلې لوا د ځواکونو دا اقدام ستایي او زیاتوي، پر دغه سړک نه یوازې د خوشامند او جانخیلو بلکې د پینځو نورو ولسوالیو زرګونه اوسیدونکي تګ را تګ کوي.
د یادې قول اردو د دویمې پلې لوا قومندان مولوي نقیب الله حمید ویلي، هڅه کوي د خلکو د عامه امنیت د ساتلو تر څنګ نورو ګڼو برخو کې هم ولسونو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادولو ده چې په پکتیکا کې له دې وړاندې هم د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو په ورته رغنیزو چارو کې خپله ونډه اخیستې او هم یې د طبیعي پېښو پر مهال ولسونه یوازې نه دي پرېښي