له کوره یا لرې کار کول په وروستیو کلونو کې د کار د نړۍ له مهمې برخې څخه ګڼل کېږي او د پخوانۍ زمانې په مقابل کې نن سبا ډېرې کسان د فزیکي او حضوري کار پر ځای له خپل استوګنځایه پرلیکه کار کوي. د انټرنېټ، ډیجیټلي وسایلو او انلاین اړیکو پراختیا دا زمینه برابره کړې چې د نړۍ په ډېرو برخو کې خلک له دفتر پرته خپلې دندې ترسره کړي. په ځانګړې توګه له کرونا وبا وروسته، د لرې کار تجربه د میلیونونو کارکوونکو لپاره له یوه لنډمهاله بدیل څخه په یوه عادي کاري بڼه بدله شوه.
ډېری کارکوونکي له کوره کار کول د وخت د سپما، د تګ راتګ د لګښتونو د کمېدو، د کاري چاپېریال د انتخاب او د کاري وخت د زیاتوالي په معنا بولي. ځینې کسان وایي چې له کوره کار کول دوی ته فرصت ورکوي چې د خپلې دندې او شخصي ژوند ترمنځ ښه توازن رامنځته کړي او د دفتر له پرلهپسې څارنې او اداري فشار څخه هم نسبتا خپلواک وي. خو په مقابل کې، یو شمېر نوې څېړنې دې پوښتنې ته پام اړوي چې ایا د دفتر له فزیکي چاپېریاله لرې کېدل د انسان له ټولنیز ژوند سره هم فاصله پیدا کوي؟
د (ساینس) مجلې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۴مه د خپرې شوې یوې پراخې څېړنې له مخې، څېړونکو د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د امریکا د شاوخوا ۵۸۸ زره کارکوونکو معلومات تحلیل کړي دي. په دې څېړنه کې هغه دندې له یو بل سره پرتله شوې دي چې له لرې ترسره کېدای شي او هغه دندې چې د کارکوونکو فزیکي حضور ته اړتیا لري. د څېړنې پایلې ښيي چې له لرې کار کول د ځینو کارکوونکو ورځنۍ ټولنیزې اړیکې او له نورو سره تعامل کمولی شي.
د دې موندنې اهمیت هغه وخت لا زیاتېږي چې پوه شو، کارځای یوازې د معاش ترلاسه کولو ادرس نه دی. دفتر، ښوونځی، پوهنتون، روغتون او نور کاري چاپېریالونه د انسانانو ترمنځ د ورځنیو اړیکو، خبرو، غیررسمي ناستو او ګډو فعالیتونو زمینه هم برابروي. یو کارکوونکی کېدای شي له خپل همکار سره د یوې دندې په اړه خبرې وکړي، خو ورسره د ورځې په اوږدو کې د کورنۍ، ټولنې، سپورت، سیاست، هنر یا نورو موضوعاتو په اړه هم لنډې خبرې وکړي. همدا ظاهرا عادي اړیکې د انسان د ټولنیز ژوند یوه برخه جوړوي.
د څېړنې موندنې په هغو کسانو کې لا جوتې وې چې یوازې ژوند کوي. د دغې ډلې ارزونې ښودلې چې دوی د نورو په پرتله شاوخوا اووه سلنه له انساني اړیکو لرې پاتې شوي وو. په دوی کې د رواني فشار د زیاتوالي نښې هم لیدل شوې او په ځینو مواردو کې د درملو په کارونې هم روږدي و.
خو د دې موندنو په تفسیر کې یو مهم علمي احتیاط اړین دی. دا ډول څېړنې ښايي د لرې کار او ټولنیزې انزوا ترمنځ اړیکه وښيي، خو یوازې له دې څخه دا نه شي ثابتېدای چې لرې کار په مستقیم ډول د رواني فشار یا یوازیتوب لامل شوی دی. کېدای شي هغه کسان چې له مخکې له ټولنیزو اړیکو لرې وي، یوازې ژوند کوي یا له ځانګړو رواني فشارونو سره مخ وي، له کوره کار کولو ته هم ډېر تمایل ولري.
له بلې خوا، دفتر ته ستنېدل هم په خپله د دې ستونزې بشپړ حل نه شي کېدای. په یوه دفتر کې فزیکي حضور د دې معنا نه لري چې کارکوونکی به حتما له نورو سره سالمې او مثبتې اړیکې ولري. یو څوک کېدای شي هره ورځ دفتر ته لاړ شي، خو له همکارانو سره یې اړیکې یوازې د دندې تر اړتیا پورې محدودې وي. حتی ممکن یو کارکوونکی د ګڼو خلکو په منځ کې ناست وي، خو ځان یوازې، نالیدلی یا له نورو بېل احساس کړي.
له همدې امله، د بحث اصلي موضوع ښايي یوازې «له کوره کار کول» او «دفتر ته تلل» نه وي، بلکې دا وي چې د کارکوونکي ټولنیز چاپېریال څومره سالم او فعال دی. د رواني روغتیا له نظره، یوازې د خلکو په منځ کې اوسېدل کافي نه دي؛ د باور، متقابلې مرستې، تعلق او معنا لرونکو اړیکو شتون هم اهمیت لري.
له کوره کار کول البته خپلې څرګندې ګټې لري. هغه کارکوونکی چې هره ورځ دفتر ته د تګ او راتګ لپاره څو ساعته مصرفوي، له لرې کار سره کولای شي دغه وخت پر کورنۍ، زدهکړې، استراحت یا نورو فعالیتونو ولګوي. د کاري وخت انعطاف هم د هغو کسانو لپاره مهم کېدای شي چې د کورنۍ د غړو پالنه کوي یا په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي. د کارکوونکو لپاره د جغرافیایي محدودیتونو کمېدل هم د دې سبب شوي چې له خپل ښار یا هېواد څخه بهر د کار فرصتونه ترلاسه کړي.
خو همدغه انعطاف کله ناکله په بل ډول فشار هم رامنځته کوي. کله چې کور او دفتر یو ځای شي، د کار د پای او شخصي ژوند ترمنځ کرښه کمزورې کېږي. کارکوونکی ممکن د رسمي کاري وخت له پای وروسته هم برېښنالیکونه، پیغامونه او کاري غوښتنې تعقیب کړي. په دې حالت کې هغه څه چې ی(کاري ازادي) یې بولي، د (تلکار) په شعار بدله شي.
له همدې امله، د لرې کار بله مهمه مسئله د کار او شخصي ژوند ترمنځ د پولې ساتل دي. که کارکوونکی مشخص کاري ساعتونه، مناسب کاري ځای او له همکارانو سره منظمې اړیکې ونه لري، د کور چاپېریال د استراحت پر ځای په دوامداره کاري فضا بدلیدلی شي.
د ۲۰۲۶ کال یوې بلې څېړنې هم موندلې چې په اونۍ کې درې یا له دې ډېرې ورځې له لرې کار سره د یوازیتوب د زیاتوالي اړیکه لیدل شوې، خو په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې له لرې کار سره دغه اړیکه په هماغه کچه نه وه. دا ډول موندنې د هایبریډ یا ګډ کاري ماډل بحث هم مهموي؛ یعنې داسې نظام چې کارکوونکی ځینې ورځې له کوره او ځینې ورځې له دفتره کار کوي.
په هایبریډ کاري چاپېریال کې کارکوونکی کولای شي د لرې کار له انعطاف او د دفتر له ټولنیزو اړیکو دواړو ګټه واخلي. خو دا ماډل هم هغه وخت اغېزمن کېدای شي چې دفتر ته تګ یوازې د حاضري د ثبتولو لپاره نه وي، بلکې د ګډ کار، بحث، زدهکړې او ټولنیز تعامل لپاره واقعي فرصت برابر کړي.
په پای کې، د لرې کار په اړه علمي بحث باید له ساده ښه او بد وېش څخه لرې وي. نه هر څوک له کوره کار کولو سره منزوي کېږي او نه هر څوک په دفتر کې له رواني فشار څخه خوندي وي. د کارکوونکي شخصیت، د ژوند شرایط، د کورنۍ وضعیت، د کار ډول، د همکارانو اړیکې، د مدیریت طرز او د ټولنیز ژوند اندازه ټول هغه عوامل دي چې د لرې کار تجربه اغېزمنولی شي.
په دې توګه، د راتلونکي کاري بازار اصلي پوښتنه ښايي دا نه وي چې کور که دفتر؟ بلکې دا وي چې څنګه داسې کاري چاپېریال جوړ کړو چې هم د کارکوونکي خپلواکي وساتي او هم یې له ټولنې او نورو انسانانو سره اړیکې پیاوړې کړي؟ له کوره کار کول هغه وخت د واقعي انعطاف وسیله ګرځېدلی شي چې له ټولنیزې انزوا سره مل نه وي او دفتر هغه وخت ګټور ټولنیز چاپېریال جوړېدای شي چې یوازې د فزیکي حضور پر ځای د سالمو انساني اړیکو، ګډ کار او متقابل ملاتړ او دوه اړخیز درناوي زمینه برابره کړي.
#امیدراډيو

