ډېر لوستل شوي

سرحدي ځواکونو د ناقانوني توکو مخنیوی کړی

د ۲۱۵ عزم قول اردو سرحدي ځواکونو د ناقانوني توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یادې قول اردو ویاند ملا محمد رسول مسعود ویلي، سرحدي ځواکونو د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې اته سېپا موټرونه چې بېلابېل توکي یې ناقانونه پاکستان ته لېږدول له اتو تنو سره نیولي دي.

د ښاغلي مسعود په خبره، همدارنګه نیمروز کې نهه سېپا موټرونه چې سګرټ، کیماوي سرې او سمرسېبلونه پکې بار وو، هېواد ته یې د ناقانوني داخلېدو مخه نیول شوې ده.

ورته مهال، د څلورمې سرحدي لوا امنیتي ځواکونو د نیمروز سرحدي سیمه کې ایران ته د ۱۰۰ سرو پسونو د قاچاق مخه نیولې.

د یادونې وړ ده، د عزم قول اردو سرحدي ځواکونه تل هڅه کوي چې د ناقانوني توکو د صادرېدو او واردېدو مخه ونیسي.

اړوند خبرونه