ډېر لوستل شوي

ننګرهار ته د اداري مرستیال سفر؛ د کډوالو د وضعیت ارزونه شوې

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د خدمتونو د ښه‌والي او د کډوالو د وضعيت ارزونه کړې ده.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپلو سره د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، د امنیت خونديتوب، د خدمتونو پر وخت وړاندې کول او له خلکو سره ښه چلند د امارتي ادارو له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او ټول مسوولین باید دې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د رييس‌الوزرا اداري مرستيال په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د کډوالو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرولو، د څښاک اوبو، د استوګنې نمرو وېش او نورو اړینو خدمتونو پر ښه کولو ټینګار کړی دی.
د ويلو ده، چې په دې سفر کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجيب الله حيات حقاني، د ننګرهار والي مولوي محمد نعيم اخوند او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.

اړوند خبرونه