کابل کې د پاسپورټ درې نورې څانګې فعالې شوي دي.
ددغو څانګو لومړۍ یې دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو او درېیمه یې په تنګي ترهخېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې پرانیستل شوي.
د پاسپورټ لوی رییس عبدالکریم حسیب د یادو څانګو په پرانیستغونډه کې ویلي، چې په دغو څانګو کې د نارینه او ښځینه وو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. نوموړی دغه راز زیاته کړې، چې هره څانګه به په ورځني ډول ۲ زره متقاضیانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي او ددغو مرکزونو انلاین سایټ به په اونۍ کې یو ځل خلاصیږي. د ښاغلي حسیب په قول، چې کله د غوښتونکو شمېر پوره شي، سایټ په خپلسري ډول بندیږي او په اونۍ کې به ټولو فورمونو ته رسېدنه وشي.