ډېر لوستل شوي

بن سینا روغتون کې تېر کال له ۸ زرو ډېر جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېر کال کې د عاجل ابن سینا تخصصي او ثالثي روغتون په کچه ۸۴۳۰ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.

ياد وزارت وايي، چې په نوموړي روغتون کې د مجربو ډاکټرانو له لوري ۳۹۴۶ ستر او ۴۴۸۴ کوچني جراحي عملیات ترسره شوي.

همداراز، په همدې موده کې ۹۷۹۸ تنه ناروغانو ته داخل بستر خدمتونه او ۱۳۷۶۱۰ تنه مراجعینو ته خارج بستر روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

ياد وزارت تر دې وړاندې هم د وزير محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې له سلګونو برياليو عملياتو خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه