د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو کچه ۹۳٬۳ ميليون ډالرو ته رسېده.
همدارنګه په همدې میاشت کې هېواد ته د ۹۰۰٬۹ ميليون ډالرو په ارزښت توکي هم وارد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴٬۶ میلیون ډالرو ته رسېده. ارقام ښیي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د همدې کال د غويي مياشتې په پرتله ۱۱٬۳ ميليون ډالره کموالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۰٬۵ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ۴۹٬۶ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ارقامو له مخې، د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او ایران ته ترسره شوي او برعکس له ایران، پاکستان او چین څخه ډېر توکي وارد شوي دي.