ډېر لوستل شوي

کندهار کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت یو سړک پراخېږي

د کندهار په سپین بولدک کې د ۶۰ میلیارد افغانیو په لګښت د اته کیلو متره اوږد سړک د پراخېدو چارې پیل شوې دي.

د امید راډیو خبریال راپور ورکړی چې دا د کندهار د سپين بولدک او وېش بازار مرکزي سړک دی چې د يو میلیارد افغانيو په لګښت یې د پراخېدو چارې پيل شوې دي.

بلخوا د سپین بولدک ولسوالۍ مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې ياد سړک د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ پراخېږي او چارې به یې په يو کال کې بشپړې شي.

د يادي ولسوالۍ د ښاري حکومتولۍ مدير، عبدالحنان جلالي ویلي چې د سپين بولدک ښاروالۍ د دې پروژې تر څنګ ۱۳ نورې پروژې هم پلان کړې چې د ځينو یې عملي چارې پیل شوې دي. 

په ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د چارو پر پیلېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دوی کلونه د دغه سړک د پراخېدو انتظار کړی چې اوس یې خوب په حقيقت بدليږي. دوی له امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د ياد سړک پراخېدل به د سوداګرۍ په برخه کې هم ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.

اړوند خبرونه