ځایي مسوولینو ویلي چې تورخم دروازه د پاکستاني حکومت له لوري د پلي تګ پر مخ تړل شوې ده.
ویل کیږي چې پاکستاني عسکر ویزه لرونکو افغانانو ته هم اجازه نه ورکوي چې له دې پولې واوړي.
پاکستاني حکومت او رسنیو لا هم په دې تړاو څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په تېر کې هم دا دروازه د پلیو او باروړونکو موټرو پر مخ تړله.