ډېر لوستل شوي

لغمان کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په لغمان ولایت کې د یو سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ دا پروژه د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د علیشنګ ولسوالۍ په «کهنه‌پال» سیمه کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې ۱۸ متره سربند، ۶۵ متره کانال او ۱۶۱ متره محافظوي دېوال شامل دي.
سرچینې لیکلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به شاخوا ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او نږدې ۴۵۰ کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه واخلي.

اړوند خبرونه