ډېر لوستل شوي

د نایب اباد وسپنې پټلۍ څلورم تمځای پرانیستل شو

د نایب اباد د وسپنې پټلۍ څلورم تمځای نن(چهارشنبه، زمري ۱۷مه) په رسمي توګه د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو له خوا پرانېستل شوی.
په دې پرانیست‌غونډه کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د هېواد د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي حکمت الله ایرګش اوف د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت او ګڼو نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د وسپنې پټلیو له لارې راکړې ورکړې پراختیا موندلې ده.

اړوند خبرونه