د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر ځوانانو او زدهکړيالانو سره وکتل.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته تېره ورځ (چهارشنبه، زمري۱۷) ترسره شوې ده. مولوي عبدالسلام حنفي په یاده کتنه کې ځوانانو ته ويلي، چې د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ادامه لري.
په ياده ناسته کې ښاغلي حنفي زياته کړې، چې د نساجۍ فابریکو بیا فعالېدل، د کانونو را اېستل، د پراختیایي پروژو پلي کېدل، د اوبو کانالونو جوړېدل، کرنیزه وده او د سوداګرۍ پراختیا په هیواد کې د اقتصادي زمینو مهمې برخې دي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال ځوانان د هیواد د راتلونکي معماران وبلل او ویلي یې دي چې د هیواد ابادي او پرمختګ د ځوانانو په زحمتونو او کوښښونو پورې اړه لري.

