د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن ماښام(دوشنبه، وږي ۱۱مه) په خپل اېکس کابل کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.
دا چاودنه نن مازیګر د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند قلعه بختیار سیمه کې رامنځته شوې.
د ښاغلي ځدراڼ په خبره، یو تن په ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې چې د یوې ښځې په ګډون یې د ۶ ملکیانو ژوند واخیست. دې برید کې ۱۳ نور کسان هم ژوبل دي چې اوسمهال یې روغتونونو کې درملنه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې د پېښې ارقام لا هم وروستي نه دي او په تړاو یې څېړنې روانې دي.