ډېر لوستل شوي

نږدې راتلونکي کې د خواف – هرات وسپنې پټلۍ له لارې د لېږد ظرفیت هره میاشت ۱۵۰ زره ټن ته لوړېږي

د هرات والي، شیخ نوراحمد اسلام‌جار په افغانستان کې د ایران وسپنې پټلۍ پراختیا کنسرسیوم له مشر «مصطفی رضایي» سره په کتنه کې د خواف – هرات وسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړه لوري د خواف – هرات وسپنې پټلۍ د فعالیتونو پر پراختیا غږېدلي، او ښاغلي اسلام‌جار ویلي چې د «رباط پریان» تمځای به نږدې راتلونکې کې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي د خواف – هرات وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د زیاتوالي غوښتنه کړې او په وینا یې چې د هرات سیمه‌ییزه اداره د دې مهمې ترانزیټي کرښې د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
بلخوا په افغانستان کې د ایران وسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم مشر، مصطفی رضایي د هرات د سیمه‌ییزې ادارې له همکاریو په مننې ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به له دې لارې د لېږد ظرفیت هره میاشت ۱۵۰ زره ټن ته لوړ کړي.

اړوند خبرونه