په ارزګان کې د ځمکې په سر شخړه کې يو کس خپل ورور په ډزو وژلی.
د ياد ولايت د امينه قومانداۍ وياند بيلال ارزګاني اميد راډيو ته وويل: چې پېښه تېره ورځ ناوخته د ارزګان ولايت په مايندو سېمه کې رامنځته شوې.
نوموړی وايي، قاتل نن د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی. لسيزي جګړي او په هېواد کې د عامه پوهاوي کمښت ددي لامل کيږي؛ چې وخت ناوخته د کورني تاوريخوالي پيښې رامنځته کيږي.