د پنجشېر په عنابې ولسوالۍ کې د غلو هغه اووه کسیزه ډلګۍ نیول شوې چې موبایلونه، څاروي او د خلکو کورونه به یې لوټل.
د پنجشېر د امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي ویلي چې دې کسانو په خپل جرم اعتراف کړی.
یاده اووه کسیزه ډلګۍ به ژر له پوښتنو ګروېګنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.