د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس انجنیر ذبیحالله امیري نن سهار د دندې پر لور د تګ پر مهال د بهارک ولسوالۍ او فیضاباد ښار ته څېرمه په وسلهوال برید کې شهيد کړی شوی دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ویلي، برید د دوو موټرسایکل سپرو کسانو له لوري ترسره شوی.
د سرچینې په وینا، د امیري د ساتونکو له خوا یو بریدګر وژل شوی، خو د نورو ښکېلو کسانو د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

