د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې په ګارنيزيون کې د تخنيکي ټيم له لوري ۱۱۴۵ عرادې بېلابېل پوځي وسايل بيا رغول شوي دي.
ياد وزارت نن (سهشنبه، وږي۲۰مه) په خپل رسمي اېکس د دغه پوځي وسايطو د بيا رغونې خبر ورکړی دی.
د مسوولينو په خبره، په دغو وسایطو کې زیات شمېر ضربتي ټانګونه، زرهي هاموې ټانګونه، رېنجر موټر، څلور ټایره موټر سایکلونه، واړه او غټ امبولانسونه او انټرنېشنل موټر شامل وو. د يادولو ده، چې ياد رغول شوي پوځي وسايط د تېرې ادارې په مهال له کاره لوېدلي وو.