د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي، دا مرستې به برابرې شي.
کابلوف له یوه روسي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، د افغانستان د کورنیو حاصلاتو راټولېدل به په لنډمهاله توګه د خوراکي توکو بحران کم کړي، خو ښایي هېواد په راتلونکي کې یو ځل بیا د خوړو له کمښت سره مخ شي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان لا هم بشري او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې په سیاسي، اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې د افغانستان او روسیې اړیکې پراخې شوې او یوازینی هېواد دی چې د اسلامي امارت حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.

