ډېر لوستل شوي

په بلخ کې يو ميل روسي ټوپک نيول شوی

د بلخ ولايت مسوولين وايي، د مزار شريف ښار اوومي امنيتي حوزې اړوند په يو کور کې یو میل روسي “ده‌شکه” کشف او ضبط کړې ده.

په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د بلخ امنيې قوماندانۍ له ترورېزم سره د مبارې مديريت نن ( پنج‌شنبه، وږي۲۲مه) د مزارشريف ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند له يوه کور څخه يو روسي ټوپک (ده‌شکه) چې په غير قانوني ډول ساتل کېده، کشف او ضبط کړې ده. بايد وويل شي، چې د اسلامي امارت کشفي څانګو تر دې وړاندې هم د پلټنو په پايله کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، چې په غير قانوني بڼه ساتل کېدې، کشف او ضبط کړي دي.

اړوند خبرونه