کوټې ته نږدې د هرنایِ سیمې په شاهرګ ډبرو سکرو کان کې د ګاز نیونې له امله ۵ تنه افغان کارګران مړه شوي دي.
د پاکستاني رسنیو په وینا، په مړه شویو افغانانو کې ۲ وروڼه دي، چې یاد کان ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.
د راپور له مخې دې خصوصي کان ته د کیندنې لپاره شپږ تنه ورښکته شوي وو، چې د میتان ګاز خپرېدو له مله یې ۵ مړه شوي او یو بېهوښه شوی و. په راپور کې راغلي، چې مړي افغانستان کې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.