د ۲۱۵ عزم قول اردو د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء منسوبینو د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې له لارې د یو شمېر قاچاقي توکو د واردولو مخه نیولې ده.
د یادې قول اردو د مطبوعاتي دفتر وايي، دا توکي د تېره ورځ د لیډرېګ په سیمه کې د څلورم کنډک د لومړۍ او دویمې ټولۍ منسوبینو نیولي دي.
په نیول شویو توکو کې اووه کارټنه انساني درمل، ۷۵ دانې شامپو، درې کارټنه تارونه، یو کارټن دستکشې، ۷۶ کارټنه د کبانو غوښه، ۱۲۰۰ دانې لوښي او ۳۷ دانې د چای ترموزونه شامل دي.
د ياد دفتر په وينا چې دغه توکي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قاچاقي توکو د غیرقانوني وارداتو د مخنیوي په ترڅ کې نیول شوي دي.

