د ارزګان ولايت د امينه قوماندانۍ منسوبینو دوه تنه د غير قانوني وسلې ګرځولو او خلکو ځورونې په تور نيولي دي.
د اروزګان ولايت امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني اميد راډيو ته ويلي، چې د دې قوماندانۍ اړوند لومړۍ حوزې امنيتي ځواکونو د ياد ولايت ترينکوټ ښار کې يو تن له يو ميل غير قانوني تومانچې سره نيولی دی.
ارزګاني همداراز زياته کړې، چې د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې یې يو بل کس داسې مهال نيولی، چې د شپې لخوا به يې د خلکو کورونو ته ډبرې غورځولې او خلک به يې ځورول. د نوموړي په وينا، به دواړه نیول شوي کسان به تر لومړنيو پوښتنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.