په هرات ولايت انجيل ولسوالۍ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د استخباراتو منسوبينو يو اندازه مهمات کشف او نيولي دي.
دې قول اردو نن (چهارشنبه، وږي۲۸مه) په خپل رسمي اېکس ليکلي، چې د استخباراتو منسوبينو يې تېره ورځ د ياد ولايت انجيل ولسوالۍ اړوند د پلان شويو عملياتو له مخې يو ميل “کلاشينکوف” شل شاجورې او زيات شمېر مهمات کشف او ضبط کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغه قول اردو کشفي او استخباراتي ځواکونو په دې وروستيو کې د نشهيي توکو څو کارخونې هم کشف او له منځه وړي.