د اسلامي امارت کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې پرون له ګاونډیو هېوادونو ۶۷۲ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د دې ادارې په راپور کې د یادو کورنیو د غړو شمېر ۳ زره ۳۷۳ ښودل شوی او ویلي شوي چې پر دې سربېره پرون ۱۴۹۹ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې چې په همدې ورځ ۱۶۶۴ کورنیو سره نغدي مرسته او همداراز ۶۲۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د ایران او پاکستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو میلیونونه افغان کډوال را ایستل شوي او دا لړۍ لا هم ادامه لري.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

