ملي دفاع وزارت ویلي، چې د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
د دې منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، پوځي مسوولینو او ګڼو مجاهدینو ګډون کړی وو.
ښاغلي مدني فارغ شوي منسوبین د مشرانو پیروي ته رابللي او همدارنګه یې ورته خپل مسلک کې د لا ډېرو زده کړو او مهارتونو ترلاسه کولو سپارښتنه کړې ده.
ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ملي دفاع وزارت له بېلابېلو مسلکونو زرګونه تنه ځوانان فارغ او د چوپړ جوګه ګرځولي