ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې څو کورنۍ د ویر پر ټغر کېنولې

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په کاشکوټونو او سربند سیمه کې نن مازیګر توند باد یوه کښتۍ اړولې، چې ۴ تنو پکې خپل ژوند بایللی دی.
دې کښتۍ کې ټولټال ۱۴ تنه سپاره وو، چې ۴ تنه ترې ژوندي ایستل شوي او د ۶ نورو د ژغورنې هڅې روانې دي.
مسوولینو لا د پاتې کسانو د ژوند او مرګ په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان لمریز لېږدیز کال په غبرګولي میاشت کې هم د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې یوه کښتۍ ډوبه شوې وه، چې د لسګونو تنو ژوند یې اخیستی و.

اړوند خبرونه