ډېر لوستل شوي

د افغان حکومت له خپلې بودیجې د هېواد د رغونې چارې؛ بګرام کې د اوبو کانال رغیږي

د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کانال چارې پیل شوي دي.
د پروان له طبيعي پيښو سره د مبارزې د چمتووالي رييس مولوي عبدالعليم افضلي ویلي، چې دا کانال د بګرام په دهن میدان سیمه کې په بنسټیز ډول رغول کیږي.
ښاغلي افضلي زیاته کړې، دا کانال ۷۲۰ متره اوږدوالی لري، چې شاوخوا ۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې د زرګونو وړو او لویو پروژو چارې روانې دي.

اړوند خبرونه