ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړهييزو ګډو زدهکړو له قوماندانۍ څخه د ۷۵ تنه ځوانو منسوبينو د فراغت خبر ورکړی دی.
دې وزارت په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړهييزو ګډو زدهکړو پر قوماندان مولوي نصیب الله “مدني” سربېره نورو مسوولينو او منسوبینو ګډون کړی وو. د يادولو ده، چې ياد ملي دفاع وزارت تر دې مهاله په زرګونه ځوانو منسوبينو ته مسلکي، پوځي او حرفوي زدهکړې ورکړې دي.