ډېر لوستل شوي

کندهار کې له رسمي بېرغ پرته د نورو بیرغونو پر چاپ او پلور بندیز لګېدلی

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت له رسمي بېرغ پرته د نورو بیرغونو چاپ، نشر، پېر او پلور منع دی.

د یاد ریاست په خبرتیا کې د کندهار ښار او ټولو ولسواليو کتابتونونو، چاپي مرکزونو، قرطاسیو، مطبعو، ډيکورېشن مرکزونو او د پلورنځیو مسوولينو ته لارښوونه شوې، چې له دې کاره په جدي توګه ډډه وکړي. د ويلو ده، چې په ياده خبرتيا کې يوازې د اسلامي امارت رسمي بېرغ ته د چاپ او خپرېدو اجازه ورکړل شوې.

اړوند خبرونه