د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا کوټ د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت د برېښنا آمر ویلي، د نورستان برېښنا کوټ یو مېګاواټ برېښنا تولیدولی شي، چې د پارون د دولتي ادارو ترڅنګ ۳۰۰ کورونه روښانه کولی شي.
له دې پروژو برخمن نورستانیان خوښ دي او له حکومته د ورته نورو رغنیزو پروژو د پیل غوښتنه هم کوي.