ډېر لوستل شوي

د روږدو کسانو د درملنې په دوام؛ کابل او ولايتونو کې ۷۱ تنه راټول شوي

له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت  د مبارزې پوليسو پر کابل سربېره له يو شمېر ولايتونو څخه د روږدو کسانو د راټولېدو خبر ورکړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پوليسو يې له نيمروز ۴۲ تنه، د کابل له پغمان ولسوالۍ ۱۶ او دوه تنه له فراه او پنجشير ولايتونو څخه د درملنې په موخه راټول او روغتيايي مرکزونو ته، لېږلي دي. د ويلو ده، چې له نشه‌يې توکو سره د ياد وزارت د مبارزې مسوولينو په دې وروستيو کې په سلګونه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې بېلابېلو روغتونو ته سپارلي دي.

اړوند خبرونه