ډېر لوستل شوي

امید رسنیزې شبکې او تحصیلي بنسټونو د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه

امید رسنیزې شبکې نن د یوې رسنیزې غونډې په ترڅ کې له څو معتبرو تحصیلي بنسټونو ( کابل، رڼا او باختر پوهنتونونو) سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

د یادې رسنیزې شبکې مسوولین وايي، چې له دې هوکړې يې موخه د رسنیزو چارو اړوند د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د عامه پوهاوي خپرونو پیاوړتیا او د ژورنالیزم پوهنځي با استعداده زده‌کړيالانو ته کاري فرصتونه برابرول دي.

د یادونې وړ ده، چې امید رسنیزه شبکه د نورو رسنيزو چوپړتیاوو ترڅنګ په لومړي ځل د ژورنالېزم مسلک زده‌کړيالانو ته د کاري فرصتونو او ظرفیت لوړونې تړون ابتکار کوي.

اړوند خبرونه