ځايي مسوولينو په کندهار ولايت کې د ۱۱ ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
د مسوولينو په خبره، چې د يادو ښوونځيو ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کندهار ښار په ګډون په یوولسو ولسوالیو «نېش، ډنډ، دامان، ارغنداب، سپین بولدک، ارغستان، معروف، میانشین، لوړ شاولیکوټ، پنجوايي او خاکرېز» کې پيل شوې دي.
د کندهار د اقتصاد ريیس ملا عبدالسلام بریالی وایي، چې دغه ښوونځي د ملاتړو بنسټونو له لوري جوړیږي چې پر هر ښوونځي ۸.۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي ټول لګښت یې ۱۷۸ میلیونه افغانۍ کیږي. د ويلو ده، چې هر ښوونځی به شپږ درسي ټولګي، اداري خونې، احاطوي دېوال او نور لازم امکانات ولري، چي په هر ښوونځي کي به ۲۴۰ ماشومان دیني او عصري زده کړي کوي.