د ټولګټو وزارت وايي چې د جلالآباد ـ تورخم لویې لارې د اساسي رغونې او قیر اچونې چارې عملاً پیل شوې او دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، دا پروژه ۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د پاتې برخو د رغونې چارې یې د څه باندې ۸۴۸ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي.
ټاکل شوې چې د یادې پروژې چارې به د ۲۲ میاشتو په لړ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار د ټولګټو رييس مولوي احمد احمدي د پروژې د قیر اچونې له بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.
د جلالآباد ـ تورخم لویه لاره د هېواد له مهمو ټرانزیټي مسیرونو څخه ګڼل کېږي چې د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې مهم رول لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به هېوادوالو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

