د کندهار امنيه قوماندانۍ مسوولين وايي، چې له نشهيي توکو سره د دې ولايت د مبارزې پوليسو ۴۹ بېلابېل عملیاتونه ترسره کړي دي.
د دې قوماندانۍ د مسوولينو په خبره، په یادوو عملیاتو کې ۷۵۰ ګرامه ښېښه، ۳۶.۵۰۰ کیلو ګرامه چرس، ۵.۲۹۳ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۱۹۰ کیلو ګرامه اومان او ۲ سیټه موبایلونه ترلاسه شوي دي.
ويلکېږي، چې د يادو توکو په تړاو يې دوه کسان هم نيولي دي.
په ورته مهال، د ياد ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ۱۸ جريبه کرنيزه ځمکه د بنګو ( چرسو) له کښت څخه هم پاکه شوې ده.