د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري له مل پلاوي سره خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مشرانو او حکومتي مسوولينو غونډې ته ويلي، چې د ځنګلونو د ساتنې، احيا، پراختيا او معقولې ګټې اخېستنې برخې ته باید ځانکړې پاملرنه وشي.
په ياده غونډه کې ښاغلي عمري ټينګار کړی، چې د ځنګلونو ساتنې ته د يوې طبیعي پانګې په توګه ځانګړې پاملرنه وشي. د مسوولينو په خبره، چې په دې غونډه کې، د خوست ولايت والي مولوي عبدالقيوم روحاني د ځنګلونو پر اهميت ټينګار کړی او د خلکو سره يې د بشپړې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.