پوهنې وزارت په ميدان وردګو کې د څه باندې ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لومړني ښوونځي ودانيزو چارو د بشپړيدو خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې د “بي بي هاجرې” لومړني ښوونځي ودانيزې چارې د ياد ولايت په “بند چيک” ولسوالۍ کې په معياري ډول بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي.
د مسوولينو په خبره، چې ياد ښوونځي چارې د ۱۰ ميليونه ۳۸۲ زره او ۴۰۵ افغانيو په لګښت د پوهنې په برخه کې د يوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.
د ويلو ده، چې ياد وزارت په دې ورستيو کې د هېواد په هغه لرې پرتو سيمو کې چې د تېرو شلو کلونو په موده کې له ښوونځيو بې برخې و، په لسګونه ښوونځي جوړ کړي دي.