د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د ښار د اوومې ناحیې د باغپُل په سیمه کې یې د ۶۰ کارټنه پاکستاني «ام» او ۸ کارټنه زراعتي درملو د قاچاق مخه نیولې ده.
د مسوولینو په وینا، په نیول شویو توکو کې د کرنیزو نباتاتو او څارویو اړوند بېلابېل ډوله درمل شامل وو چې غوښتل یې د هلمند د بهرامچې له لارې په یوه باروړونکي موټر کې کندهار ته ولېږدوي.
یاد ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ټينګار کړی چې د قاچاق د مخنیوي په تړاو اړینې قانوني چارې روانې دي.

